IQNA

د  مقبول حج او عمرې د ادا کولو لپاره د حلالیّت او رضایَت غوښتنې اهمیّت

11:26 - April 22, 2024
د خبر لمبر: 3489084
ایکنا – د حج او عمرې د کاروانونو روحانی  له زیارت او حج څخه مخکې د حلالیّت د غوښتنې پر اهمیّت په ټينګار سره  ووئيل، د حلالیّت او بخښنې غوښتل  د مقبول حج او عمرې  زمینه برابروي . هغه انسانان چې لوړ روح لری، له دې چې  روح ئې په ګرد وغبار اودوړو کې ډوب وي ،اذیّت  کیږي،نو ځکه کله حلالیّت وغواړي، نو دوي ته  لا زیات معنوي تاندوالی په لاس ورځي  او دا لیاقت  پيدا کوي، چې  دپیغمبر اکرم(ص) او د بقیَع د آیمه معصومین علیهم السلام محضر کې حاضریږی.

 د و حې ټاټوبي ته  لخ نهو کلونو وروسته او په داسې  حال کې چې د روانې میاشتې په پاي کې حج تمتع  د حاجیانو اوزیارتوالو لومړنۍ ډله  هم د مدینې منورې په لور روانیږي، د حج  او عمرې د کاروانونو د یو روحانی او د حوزې استاد حجةالاسلام  حسین شهامت  ایکنانیوز سره په خبرو کې   د یوه هغه مهم اقدام پّ تشریح کې چې   د حج  او عمرې زیارتوال ئې له سفره مخکې باید ترسره کړي،ووئيل،  انسان  مخ په وړاندې  او وده کونکی حرکت کوي، هماغه شان چې  بوټي احتیاج لری،   که څه هم  کله یو ځل خړوبه شي ، او اضافي شاخونه اوڅانګې او نور شاوخوا چټي بوټي  او واخه ترې صاف شي څو بیرته په پسرلی کې بیا وده وکړي، دمونږ انسانانو په روحیاتو او اعتقاداتو کې هم  دوخت په تیریدا سره  حتما  ځيني اشکالات او ترینګلتیاوې  رابرسیره کیږي، او او د  دمونږ د ژوند په رودو کې  ځیني غلط عادتونه ،نیمګړتیاوې اوعادتونه  رامینځةکیږي.

د حج اوعمرې د کاروانونو دغه روحاني زیاته کړې ده ،که احیانا   کوم مورد موجود هم وي،چې  انسان  دم ونږ پر نه حلال کولو او نه بخښلو باندې ټينګار کوي، نو باید حساس شو او  دهغه کس په لیدو سره ورشو او  هر ډول چې وي ، ورڅځه حلالیّت  وغواړو. د حج او عمرې سفر  یو ډير ښه معنوي فرصت  اوغنیمت دی چې دمومنانو زړونه  خپل ځان ته متوجه کوي آو که کوم تاوان او ضرر هم موجود وي او نو لیرې ئې کړو او لا مهم دا چې   د مونږ  دخپلوانو او  نورو خلکو دعاګانو بدرګه  د مونږ لار  او د طاعتونو اوزیارتونو د قبلیدا زمینه  برابره کړو.  

هغه په دې په ټينګار سره چې کله  له ټولو حلالیت واخلو ، نو په سَړې سینې سره  په زیارت اوحج  عملونو بوختیږو ، ځکه چې پوهیږو، له مونږه ټول راضي  او خوشال دي او مونږ ته دعا کوي، ووئيل، کله ټول حاجیان اوزیارتوال راضي وی او مونږ وبخښي اوحلالیّت راکړي، نو بیا په پاک او نوراني زړه  سره د خپلو خپلوانو اوشاوخوا کسانو لپاهر دعا کوو او  خوشال وو، چې  نور هم د مونږ لپاره دعا کوي.

حجةالاسلام شهامت یادونه کړې ، خداي د مومنانو په ذهن  اوګمان کې دی ؛ کله مومنان  د مو په نسبت ښه نیّت تصوّر کې ښه والی لري، نو خداوندمتعال هم  مونږ ښه محاسبه کوي او له مونږ عملونه قبلوي  او مونږ  خپل ښه میلمانه  حسابوي. 

دحوزې دغه استاد  ووئيل، حج او عمره  په ژوند کې یو داسې ځلیدونکی سپرکی دی چې خداي تعالی  د مونږ  د اوج او ودې  لپاره برابر کړی دی او  له مادي مسئلو پرته  چې  ددغه سفر پیسې باید له حلالې لارې ترلاسه شوي وي،  او حساب کتاب سم وي ،نو د خداي دبندګانو او مخلوق او  خپلو خپلوانو د رضایت موضوع ددغه سفر په بریالیتوب ښې اغیزې شیندلی شي.

https://iqna.ir/fa/news/4211345

captcha